د لوګر والي: دولتي او نړیوال بنسټونه دې بې‌وزلو سره دوامداره مرستې وکړي

د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني پل‌علم کې د شهیدانو له سل بې‌وزله کورنیو سره د نغدي او غیرنغدي مرستو د وېش پرمهال وویل، اړتیا ده چې دولتي او نړیوال بنسټونه د دغه ولایت د شهیدانو له کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

افغانستان کې هرکال د  توبرکلوز ۱۰زره ناروغان خپل ژوند له‌ لاسه ورکوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن دوشنبه، وري څلورمه، کابل کې له تبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل، هېواد کې د کال شاوخوا ۷۵زره کسان پر تبرکلوز ناروغۍ اخته کېږي چې له ډلې یې ۱۰زره ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ ۱۴۰۳کال کې د افغان مېرمنو د وژنې او ځان‌وژنې ۹۲ پېښې ثبت شوي

افغانستان کې د مېرمنو وژنې او ځان‌وژنې پېښو ارزونې په اړه د سلام‌وطندار ارزونې ښيي چې د ۱۴۰۳کال پرمهال رسنیو په هېواد کې د وژنې او ځان‌وژنې د ۹۲ پېښو راپور ورکړی دی.

دغه شمېرې ښيي چې په منځنۍ کچه رسنیو کې هره میاشت د مېرمنو د وژنې او ځان‌وژنې پېښې ثبت شوي دي.

پر غزې مرګوني بریدونه؛ اسراییلو یوازې نن ۱۶ فلسطینیان وژلي

له نن سهار راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۱۶ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه بریدونه ساعت وروسته له هغې کېږي چې اسراییلي جېټ‌الوتکو پر نصیر روغتون برید وکړ او د حماس د یوه سیاسي مشر په ګډون په‌کې دوه کسان ووژل شول.

پکتيا کې د ۱۶۹ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت سرپرست مولوي محمد يونس اخندزاده د يادو پروژو د پيل مراسمو ته وويل، تېره ورځ يې د پکتيا زرمت ولسوالي کې د «يونپس» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۹ پروژو چارې پيل کړي چې شاوخوا ۲۳۶ ميليون افغانی لګښت پرې راځي.

امیرخان متقي امریکا سره وروستی پرمختګ مهم بللی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ یکشنبه کابل کې د قطر شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، امریکا سره په وروستیو پرمختګونو او یو لړ نورو مسایلو خبرې شوي.