د جګړې زیانونه؛ د سنګین اوسېدونکي: د  خپلو ویجاړو کورونو د جوړولو توان نه‌لرو

که څه هم د هلمند په سنګین ولسوالي کې د جګړې پای ته رسېدو څخه نږدې څلور کاله تېر شوي، خو د دې سیمې جګړه‌ځپلې څېره نه ده بدله شوې او لاهم زرګونه کورونه او باغونه کنډواله پاتې دي. د سنګین اوسېدونکي چې کورونه یې په جګړه کې ویجاړ شوي وو، د اقتصادي ستونزو له امله یې د بیارغونې توان نه‌لري.

نورالحق انور: اسلامي امارت د خلکو لپاره لوی نعمت دی

د سرپرست حکومت د چارو ادارې سرپرست نورالحق انور وايي چې اسلامي امارت د خلکو لپاره یو نعمت دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، کب ۳۰مه کابل کې د نوي ښوونیز کال په پیل مراسمو کې کړې دي.

د چارو ادارې سرپرست زیاته کړې چې هېواد کې امنیت ټينګ دی او په وینا یې، د زده‌کړو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

له یمن پر اسرییلو توغندیز برید شوی

 د اسراییلو پوځ وايي چې نن پنجشنبه، مارچ ۲۰مه، سهار له یمن څخه پر دغه هېواد د توغندي برید شوی دی.

له توغندیز برید سره هم‌مهاله د اسراییلو په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ: حوثیان به په بشپړه توګه له‌منځه لاړ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ خبردری ورکړی چې د ایران له ملاتړ برخمن د یمن حوثي ډله به د امریکا د هوايي بریدونو په پایله کې په بشپړه توګه له‌منځه یوړل شي.

ډونالډ ټرمپ په یوه پیغام چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ایران ته خبرداری ورکړی چې د حوثیانو له ملاتړ لاس او په وینا یې، اجازه ورکړي چې حوثیان په خپله جګړه وکړي.