اوزبیکستان د کانونو برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، د اوزبیکستان د جیولوجي او کانونو د وزیر مرستیال بهزاد مرمودوف او ورسره مل پلاوي کابل کې د دې وزارت له سرپرست وزیر هدایت‌الله بدري سره لیدلي دي.

دغه لیدنه چې پرون شوې په‌کې له افغانستان سره یې د سروې، ډبرو او منرالونو د پروسس لپاره د ټولو مرحلو د ترسره کولو لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

ملي دفاع وزارت سلګونه پوځي وسایط او وسلې ترمیم کړي

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د یاد وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو کې پوځي وسایط او وسلې ترمیم او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. په ترمیم شوی وسایطو کې ۲۰۱۰ بېلابېل پوځي موټر او ۲۲۷ مېله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې شاملې دي.

د ټرمپ او پوتین ټیلیفوني خبرې؛ روسیې له ۳۰ ورځني اوربند سره مخالفت کړی

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې روسیې د ټرمپ له لوري د ۳۰ ورځني اوربند له وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

که څه هم دې ټیلیفوني اړیکه پوتین د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو د بریدونو درولو په اړه هوکړه کړې، خو ۳۰ ورځنی اوربند یې، نه‌دی منلی.

خوست کې په څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو د ۳۷ پروژو چارې پیل شوې

د خوست محلي مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷ پراختیايي پروژې پیل شوې.

د خوست ولايت مقام څخه نن چهارشنبه، کب ۲۹مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پروژې د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالي په ۳۷ کلیو کې پلې کېږي.

له کندهاره د ۴۴۷میلیون ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات شوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، تېرو ۱۱ میاشتو کې يې له کندهار څخه پاکستان، هند، چين، امريکا، متحده عربي اماراتو، سويډن، ایران، ترکيې او جرمني ته د څه باندې ۴۴۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره او ۷۵۸ ټنه صادر کړي.
د یادې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وویل، صادراتو کې د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، کاني مواد، سبزيجات او حيواني محصولات شامل دي.