
سوداګرې مېرمنې: له مالي ملاتړ پرته مو خپل کاروبار په پښو درولی
سلاموطندار له ۲۲ سوداګرو او کاروباري مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې یادې مېرمنې له شته ستونزو سره سره پر دې بریالۍ شوي چې خپل کوچني کاروبارونو ته له کوره پراختیا ورکړي او د پام وړ لاستهراوړنې ولري. د کابل اوسېدونکې ۲۳کلنه قدسیه له درېوو کلونو راهیسې خیاطي کوي.









