پاکستان ACC‌ کارټ‌لرونکي افغان کډوال باسي؛ کډوالو وزارت: چمتووالی مو نیولی

د پاکستان یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد د سرپرست حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې پاکستان کې دې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوي.

په راپورونو کې ویل شوي چې له دغه هېواده به د (ECC) کارټ‌لرونکي، د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه به په زوره افغانستان ته ستانه کړل شي.

جي‌اي‌اېف هېواد کې اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړې کړي

د نړیوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق «جي‌ای‌اېف» افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو راکمولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره بودجه ځانګړې کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح‌الله امین وايي، دغه پروژه به په بدخشان او کونړ ولایتونو کې پلې شي او موخه یې، د اقلیمي بدلون پروړاندې د یادو سیمو د اوسېدونکو لاسنیوی دی.

ټرمپ او پوتین د جګړې پای ته رسولو لپاره سبا خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روانې اوونۍ سه‌شنبه، مارچ ۱۸مه به د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي.

ټرمپ اېرفورس هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې وروستیو اوونۍ کې ډېر کارونه شوي دي.

د اسراییلو بریدونه؛ غزه کې ۱۵ کسان وژل شوي

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د اسراییلو بریدونو له امله ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

فلسطیني چارواکي وايي، د روان جنورۍ ۱۹مې اوربند سره سره چې په غزه کې یې د پراخې کچې جګړې ودرولې، د اسراییلو بریدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.

هلمند کې د مسلکي سوالګرو یوه ډله نیول شوې

د هلمند امنیه قومنداني د نشه‌یي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت او د سوالګرو او بې‌سرپرسته کورنیو د تشخیص امریت، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ، په لښکرګاه ښار کې د مسلکي سوالګرو یوه ډله نیول شوې ده.

د یاد امریت امر مولوي نصیب‌الله ذاکر وايي، د کشفي ارګانونو د معلوماتو پر بنسټ، شاوخوا ۴۵ سوالګر د هرات شینډنډ ولسوالي څخه هلمند ته ورغلي او غوښتل یې، لښکرګاه ښار کې منظمه سوالګري وکړي.

د تورخم دروازې پرانېستلو لپاره نن افغان او پاکستاني سوداګر ناسته کوي

د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه نن یو ځل بیا د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ ناسته کیږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه رییس شاکرالله ساپی وایي، ټاکل شوې نن دوشنبه، ۲۷مه، د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانېستل‌کېدو په موخه ډېورنډ فرضي کرښې دېخوا تورخم ښارګوټي کې دویمه ناسته جوړه شي.