د واخان سړک د دویم فاز د جغل‌اچوونې قرارداد لاسلیک شو

د وزارت سرپرست محمدیونس اخندزاده په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې تړون پربنسټ به یاد ساختماني شرکت د بدخشان له واخان سړک ۷۱ کیلومتره د بزای ګنباد سیمې څخه د ولایت د بروغېل تر پولې چې له اته تر ۱۰ متره پلنوالی لري او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، جغل واچوي.

د حاصل زیاتوالی؛ د ونو معیاري پیوند به بڼوالۍ پراخه او حاصلات ډېر کړي

د ونو پیوندول د بڼوالۍ له مهمو برخو څه شمېرل کېږي چې په سم توګه د یادې چارې مخته وړل به د بڼوالۍ د پراختیا او د حاصلاتو د کیفیت لوړېدو لامل شي. د غزني د مرکز د نوغي کلي اوسېدونکی او بڼوال بخت‌محمد وايي، ګڼ‌شمېر بزګران اوس هم په دودیزه توګه ونې پیوندوي.

د لوګر نوی امنیه قومندان: د ولس ستونزو ته رسېدنه مو لومړیتوب دی

د لوګر لپاره نوی امنیه قومندان  ملا اغاولي نوري نن پنجشنبه، کب ۲۳مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او خپله دنده پیل کړه.

د لوګر په مرکز پل‌علم کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او د لوګر لوړوپوړو نظامي او ملکي مسوولانو ګډون کړی وو.

ډونالډ ټرمپ: هېڅوک فلسطینیان له غزې نشي اېستلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هېڅ فلسطینی وګړی به له غزې ونه‌اېستل شي، حتا که دی پر یادې سیمې ولکه هم خپله کړي.

نوموړي پرون چهارشنبه په سپینه ماڼۍ کې د ایرلنډ لومړي وزیر مایکل مارټین سره د لیدنې پرمهال د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هېڅوک هېڅ فلسطینی نه‌شي شړلی.»

پکتیا کې غلو د «صرافي زاړه مارکېټ» څوکيدار وژلی او بل یې ټپي کړی

د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي، پرون شپه يوه ډله وسله‌وال غله د ګردېز ښار د صرافي زاړه مارکيټ ته ننوتلي، يو څوکيدار يې وژلی او بل يې ټپي کړی دی.

د ګردېز ښار د صرافي زاړه مارکيټ دواړه څوکیداران ورونه دي.

روسیې د جګړې پای ته رسولو لپاره امریکا ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې

رویټرز خبري اژانس د دوو سرچینو له قوله ویلي چې روسیې د جګړې پای ته رسولو او امریکا سره د خپلو اړیکو بیارغونې لپاره واشنګټن سره د خپلو غوښتنو یو نوملړ شریک کړی دی.

رویټرز نن پنج‌شنبه، مارچ ۱۳مه په یوه راپور کې ویلي، دا معلومه نه‌ده چې مسکو د خپلو غوښتنو په نوملړ کې څه ځای کړي او په رښتیني توګه غواړي چې اوکراین سره سوله وکړي، که نه؟

بلوڅ بېلتون غوښتونکي: څه باندې ۵۰ پاکستاني سرتېرو مو وژلي

د پاکستان په بلوچستان کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله وايي چې له پوځ سره په نښته کې یې، څه باندې ۵۰ سرتېري وژلي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونه له تېرو دوو ورځو راهیسې د بلوچستان په بولان سیمه کې له یادې ډلې د هغو مسافرو ته خوشې کولو لپاره عملیات پیل کړي چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو له یوه اورګاډي سره یوځای برمته کړي دي.