
د راتلونکي لمریز کال له پیله به یوازې شپږ ډلې افغانان ایران کې پاتې شي
د ایران حکومت یو ځل بیا دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته مېشت افغان کډوالو د اېستلو لپاره ضربالاجل ټاکلی دی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو ادارې عمومي مدیر نادر یاراحمدي ایسنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال له پیله به ټول غیرقانوني افغان پناه غوښتونکي له هغه هېواده ووېستل شي.







