
سوریه کې مرګونې نښتې؛ احمدالشرع: سوریه د پایښت لپاره ځانګېړنې لري
د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمدالشرع په دغه هېواد کې پر ملي یووالي او د سولې پر پایښت ټينګار کړی دی.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې دا مهال د سوریې په شمال کې د مخکیني پرځېدلي حکومت ولسمشر بشاالاسد پلوي ځواکونه د احمدالشرع تر مشرۍ لاندې لنډمهالي حکومت سره په نښته دي.