اوچا: افغانانو سره د مرستې لپاره ۴۸.۵ میلیون ډالره ځانګړي شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» ویلي چې افغانستان سره د مرستې لپاره ۴۸ میلیون او ۵۰۰ زره ډالره ځانګړي شوي دي.
اوچا لیکلي چې د افغانستان لپاره د ځانګړو شویو څه باندې ۴۸ میلیون ډالرو له جملې ۱۹ میلیون یې د ملګرو ملتونو د چټګ غبرګون صندوق او ۲۹ میلیون او ۵۰۰ زره یې د بشردوستانه صندوق له لوري تامینیږي.

ملګري ملتونه: ټوله نړۍ کې د ښځو حقونه ګواښونو سره مخ دي

د مارچ ۸مې د ښځو نړیوالې ورځې په رانژدې کېدو سره، ملګروملتونو یوه رپوټ کې ویلي، د نړۍ په سطحه د ښځو او نجونو حقونه له بې‌مخینې ننګونو سره مخ شوي دي.
دغه رپوټ کې چې د کب په ۱۶مه خپور شوی راغلي چې ۲۰۲۴ کال کې د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ یو پر څلورمه برخه دولتونو شاه‌تګ لرلی دی.