
میدانوردګ کې د اورښتونو له امله لس هستوګنیز کورونه نړېدلي
د میدانوردګ د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او دوه ولسوالیو کې د ورستیو واورو اورښت له امله لس هستوګنیز کورونه نړېدلي دي.

د میدانوردګ د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او دوه ولسوالیو کې د ورستیو واورو اورښت له امله لس هستوګنیز کورونه نړېدلي دي.

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت د روان لمریز کال له پیل راهسیې ۱۲۹ کورنیو او ۵ بهرنیو موسسو ته تازه د فعالیت جواز صادر کړی دی.

د قزاقستان د رسنیو دفتر د يوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د منځنۍ اسيا د هېوادونو او د افغانستان د دايمي پرمختګ لپاره یو سيمهييز مركز د جوړولو په اړه د رايو په اتفاق يو پريکړهلیک تصویب کړی دی.

لوګر ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي روان کال د ځوانانو علمي کچې لوړېدو په موخه ۹ علمي سیالي جوړې کړي دي.
د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېعالله صمیم پلعلم کې د امام ابوحنیفه (رح) د سېرت په تړاو جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دغه سیالي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوشمېر خیریه بنسټونو په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي نوموړي ته یو استولی چې روسیې سره خبرو ته او امریکا سره د کانونو هوکړې لاسلیک ته اماده دی.

د کندهار په ارغستان او خاکرېز ولسوالیو کې د څارویو د پرازیتي ناروغیو د مخنیوي په موخه د چنجیو ضد درملو وېش کمپاین پیل شوی دی.
د دې کمپاین پرمهال به ۲۰زره څاروي په ارغستان او پنځه زره، د خاکرېز ولسوالي کې واکسین شي.

د پکتیا د عامې روغتيا رياست مسولان وايي، د روان ۲۰۲۵ کال تېرو دوو مياشتو کې د شري ۱۱۹ پېښې ثبت شوي، داسې حال کې چې د تېرکال ورته موده کې ۴۴ پېښې ثبت شوې وې.
دوی وويل، ماشومانو کې د يادې ناروغۍ د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره يې لرې پرتو سيمو ته روغتيايي ټيمونه ليږلي او خلکو ته يې د عامه پوهاوي ترڅنګ، زرګونه ماشومانو ته واکسين هم تطبيق کړی، خو د تېر کال په پرتله پېښې ۶۰ زياتې شوې دي.

تورخم کې پر ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت او د پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو ورځو جګړو له امله لسګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري یې کورونه او دوکانونه په نښه شوي چې له امله یې د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ شوي.