تاجیکستان: د کاسا‌۱۰۰۰ پروژې د افغانستان برخې د مالي تمویل ستونزه هواره شوې

د تاجیکستان د انرژۍ وزیر دلېرجمعه پرون دوشنبه، دغه هېواد کې خبریالانو ته ویلي، ټاکل شوې چې د کاسا-زر د برښنا لېږد پروژه چې قرغیزستان او تاجیکستان له افغانستان او پاکستان سره نښلوي، ۲۰۲۷ کال کې بشپړه شي.

سلام‌وطندار سره د ۲۸ ځوانانو مرکې؛ «هېڅ ملاتړي پروګرام څخه نه‌یو برخمن»

سلام‌وطندار په دغه راپور کې له ۳۰ ځوانانو سره مرکې کړي چې د یادو مرکو پرمهال ۲۸ ځوانانو د دوی د ملاتړ او طرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو له کمښت شکایت لري.

د یادو ۳۰ ځوانانو له ډلې یې، ۱۵ نارینه او ۱۵ ښځینه دي چې وايي، د ځوانانو ملاتړو بنسټونو خپل فعالیتونه درولي او یا هم د پام وړ کم کړي دي.

ټرمپ نن پر کاناډا او مکسیکو د تعرفې پلي‌کول پیلوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې نن سه‌شنبه، مارچ څلورمه به پر کاناډا او مکسیکو ۲۵سلنه تعرفې پلي‌کول پیل کړي.

ټرمپ پرون دوشنبه، دې ته په اشارې چې د دوو سوداګریزو متحدانو سره د مذاکرې  فرصتونه شتون نه‌لري، وویل: «هر څه وروستي شول، دا تعرفې به له سبا پلې شي.» ټرمپ د دې پرېکړې لامل د کاناډا او مکسیکو له لارې امریکا ته د نشه‌يي توکو لېږد ښودلی دی.

امریکا اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ له لفظي شخړې وروسته، ولسمشر ټرامپ اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي.
رویټرز اژانس نن (سې‌شنبه د کب ۱۴) د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي په خبره رپوټ ورکړی چې د دې لپاره چې ډونالډ ټرامپ د اوکراین جګړې پایته رسولو کې له مرسته کولو څخه ډاډ ترلاسه کړي، دغه هېواد ته یې د پوځي تجهیزاتو استول بند کړي دي.

د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې يو سرتېری وژل شوی

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل، یاده جګړه د پاکستان له لوري وړمه شپه په ١٢ بجو پیل او تر دوشنبه ١١ بجو یې دوام وکړ.
ده وویل، د دغې جګړې په پایله کې د پاکستان ځینې پوستې له منځه وړل شوي او تلفات هم وراوښتي. د هغه په وینا، نښته کې د اسلامي امارت یو سرتېری هم شهید شوی او دوه ټپیان دي.