
د سلاموطندار نظرپوښتنه؛ ۶۰.۳سلنه ځوانان خپلې راتلونکې ته هیلهمند دي
انسان په هیله ژوندی دی؛ خو بېلابېل لاملونه له هغې ډلې، ټولنیزه اساینه، د پرمختګ لپاره د زمینې برابرېدل، ښه دنده او اقتصاد لرل او ټولنه کې د امنیت ټينګښت، د یوه کس راتلونکې ته د هیلهمندۍ پر کچې اغېز لري.
هیلهمندي لرل د ذهن د مثبت حالت او هڅونکي په توګه، کولای شي، په ژوند کې د ستونزو سره په مبارزه کې مرسته وکړي او له همدې امله په دې څېړنه کې موږ راتلونکې ته د ځوانانو د هیلهمندۍ کچه ارزولې ده.