نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد بې‌ثباته دی؛ اقتصاد وزارت: ردوو یې

نړیوال بانک دې وروستیو کې یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي وده لاهم کمزورې ده او پراخې بې‌وزلي او وزګارتیا میلیونونه کسان زیانمن کړي دي.

د دغه بانک په راپور کې ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمېدو او له پاکستان سره ترینګلو سوداګریزو اړیکو د افغانستان د اقتصادي ودې د بې‌ثباتۍ اصلي لاملونه بلل شوي دي.

شبرغان ښار کې ۲۰۰زره نیالګي کېنول کېږي

د جوزجان محلي مسوولان وايي چې په مرکز شبرغان ښار کې به دوه سوه زره مېوه‌لرونکي او غیرمېوه‌لرونکي نیالګي کېنوي.

د شبرغان ښاروال حبیب‌الله قانع د نیالګیو کېنولو د کمپاین پرانېستې پرمهال وویل چې د ښار بېلابېلو سیمو کې به د زرغونتیا په موخه دغه نیالګي کېنول شي.

لوګر کې د مرمرو ډبرو د پروسیس او تولید کارخونې په فعالیت پیل وکړ

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د یوه کس په شخصي لګښت د مرمرینو ډبرو پروسیس او تولید کارخونې په فعالیت پيل وکړ. ګلزار زیاته کړه، دغه کارخونه کې پرمختللي ماشینونه لګول شوي او هره میاشت به ۳۰ ټُنه مرمرینې ډبرې په اساسي او مسلکي توګه پروسیس او تولید کړي.

کندهار کې د شپږو میاشتو پرمهال د ناروغیو پروړاندې ۲۶۲زره څاروي واکسین شوي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال د بېلابېلو ناروغیو پروړاندې ۲۶۲زره څاروي واکسین شوي دي.

دغه څاروي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د خوراک او کرنې نړیوال سازمان او اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ واکسین شوي.

میدان‌ردګ کې د دوو ټرافيکي پېښو پرمهال شپږ کسان ټپيان شوي

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو ټرافیکي پېښو له امله شپږ کسان ټپیان شوې دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، لومړۍ پېښه تېره شپه ناوخته د سیداباد ولسوالي اړوند په «هفت اسیا» سیمه کې د یوې کرولا او د کمپک موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.