
کروندګر: حکومت دې د بدیلو کښتونو برابرولو کې همکاري وکړي
د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يوشمېر کروندګر چې پخوا يې په خپلو کروندو کې کوکنار کرلي وو وايي، د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د دولت او مرستندويه بنسټونو لهخوا ورسره مرسته نهده شوې. دغه بزګران د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارت غواړي چې د بدیل کښت او اصلاح شویو تخمونو په وېش کې ورسره مرسته وکړي.




