ا.ا له افغانستان څخه د پاکستان پروړاندې د امنیتي ګواښونو شتون رد کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي‌خان جمعه، فبرورۍ ۱۴مه، یوه غونډه کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د دغه هېواد پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د شتون په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي په دې خبري ناسته کې وویل، یوه مهمه مسله چې اسلامي امارت سره د هغه هېواد اړیکې ترینګلې کوي، افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک مرکزونه دي.

لوګر کې د هستوګنې اووه ښارګوټي جوړېږي

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د کور او ښار جوړونې وزارت له لوري د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د هستوګنې اووه ښارګوټي جوړېږي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، دا ښارګوټي په پل‌علم ښار او ولسوالیو کې په معیاري ډول جوړېږي.

کندهار کې کروندګر: بدیل کښتونه مو د ژوند اړتیاوې نشي برابرولی

عمر خوړلي دین محمد د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ «محمد یعقوب کلاچې» سیمه کې پر پنځه جریبه ځمکه، مۍ «ماشو» کرلي او اوس یې، حاصل راټولوي.

هغه چې د نشه‌يي توکو بدیل کښت ته مخه کړې، وایي، د مۍ «ماشو» سږنی حاصل یې، ځکه کم دی چې د دوبي زیاتې تودوخې یې، د حاصل‌ نیونې پرمهال فصل اغېزمن کړی دی.

پاکستان: پر هند د پرمختللو وسلو پلور اندېښمن کړي یوو

پاکستان وايي چې د امریکا له‌خوا د دوی سیال ګاونډي هند ته د پرمختللو وسلو ورکړې، دوی اندېښمن کړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر ویاند شفقت علي‌خان په اسلام‌اباد کې اونیزې خبري غونډې ته وویل چې دا ډول اقدامات به سیمه کې د ځواک انډول ګډوډول کړي او د امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل کېدای شي.

د جرمني چارواکي: تورن افغان د نیولو پرمهال «الله اکبر» ناره کړې

جرمني کې چارواکي وايي، د دغه هېواد مونیخ ښار کې تورن افغان چې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې، موټر وروستلی او ۳۶ کسان یې، ټپیان کړي، د نیولو پرمهال د الله اکبر ناره او دعا کړې. د جرمني د باوریا ایالت پولیسو دغه کس اسلام‌پاله افراطي بللی دی.

شمالي‌کوریا امریکا ته: له پوځي ګواښونو لاس واخله

شمالي‌کوریا وايي، که امریکا د خپل کورني امنیت خوندیتوب په اړه لري، نو له پوځي ګواښونو څخه دې لاس واخلي.

د امریکا یوه پوځي قومندان څو ورځې وړاندې ویلي و چې د شمالي‌کوریا بالېسټیک توغندي د دې وړتیا لري چې امریکا کې خپل اهداف په نښه کړي.

ایران دغه هېواد ته د لبناني الوتکو پر الوتنې بندیز ولګاوه

ایران د دغه هېواد تهران هوايي ډګر کې د لبنان اړوند مسافروړونکو الوتکو د ښکته کېدو اجازه نه‌‌ده ورکړې.

ایران دغه ګام وروسته له هغې اخلي چې د اسراییلو له اعتراض وروسته لبنان پلازمېنې بیروت ته د تلونکو دوو ایراني الوتکو د ښکته‌کېدو مخه نیولې ده.

اېلن ماسک د اوپن‌اې‌ای اخیستلو لپاره ۹۷.۴ میلیارډ ډالر وړاندیز کړی

د ټسلا موټر جوړولو شرکت خاوند او د نړۍ شتمن اېلن ماسک د «اوپن‌اې‌ای» اخیستلو لپاره  ۹۷.۴ میلیارډ ډالر وړاندیز کړی، خو دغه شرکت یې، وړاندیز نه‌دی منلی.

اوپن‌اې ای ویلي چې دغه شرکت د پلور لپاره نه‌دی او د ماسک له‌خوا د پېر په موخه کېدونکی هر وړاندیز به رد کړي.