
سمنګان کې چاودنه؛ څلور کسان ټپیان شوي
د سمنګان مرکز اېبک ښار په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د لاسیبم چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي دي.
د سمنګان امنیه قومنداني څخه نن جمعه، سلواغې ۲۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوو کسانو د لمانځه پرمهال جومات ته لاسيبم اچولی چې له کبله یې، څلور کسان ټپیان شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو د شخصي خصومت له امله دغه کار کړی دی.



