د اقتصاد وزارت: د بشري مرستو ځنډېدو د هېواد پر اقتصاد اغېز نه‌دی کړی

د نړۍ‌والې پراختیا مرکز په نوم یوې فکري خونې په خپله وروستۍ سروې کې ویلي چې افغانستان یو له هغو اتو هېوادونو دی چې د امریکا مرستو ته تر ټولو زیات اړتیا لري.

د یادې خونې د سروې له‌مخې، جنوبي سوډان، سومالیا، کانګو، افغانستان، یوګانډا او ایتوپیا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د امریکا پر مرستو تر ډېره تکیه دي.

زابل کې د سرطان ناروغان د امکاناتو له کمښت شکایت لري

۵۵‌کلن ګل‌جان چې له درېوو کلونو راهیسې پر سرطان ناروغۍ اخته دی، د خپلې درملنې لپاره د پاکستان کوټې ښار ته ځي.

نوموړی وايي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی، خو د درملنې بله چاره نه‌لري. د هغه په وینا، د زابل په روغتونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لازم امکانات نشته او د پاکستان سفرونو یې پر اقتصادي حالت بد اغېز کړی دی.

لوګر کې ۱۳ سوداګریز مارکېټونه جوړېږي

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز بازارونه جوړېږي.

د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ریيس مولوي مطیع‌الله ذاهد پل‌علم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د مرکز پل‌علم په ګډون په بره‌کي‌برک او څرخ ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګرېز مارکېټونه جوړېږي.

د ټرمپ او عبدالله لیدنه؛ «غز به پر الماس بدله شي»

په سپینه ماڼۍ کې د اردون له پاچا عبدالله سره د لیدنې پرمهال، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات به د غزې تړانګې کنټرول په لاس کې واخلي.

د اردن پاچا بیا خپل هېواد کې د غزې اوسېدونکو د منلو په اړه پرېکړه د مصر او سعودي عربستان دریځ پورې وتړله.

نتن‌یاهو: که تر شنبې بندیان خوشې نشي، غزه کې بیا جګړه پیلوو

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو وايي، که تر راتلونکې شنبې د حماس له‌خوا ټول برمته شوي، خوشې نه‌شي، یادې ډلې سره به اوربند لغوه کړي او غزه کې به له سره جګړه پیل کړي.

حماس اعلان کړی، درې برمته شوي چې ټاکل شوې وه، شنبه، خوشې شي، له دې امله یې، ازادېدل ځنډوي چې اسراییلو پر اوربند کړې ژمنتیا ماته کړې.

ایران د ټرمپ څرګندونو په اړه ملګروملتونو ته خبرداری ورکړی

ایران ملګروملتونو ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو چې دغه هېواد «بې‌پروان او پارونکي بللي» خبرداری ورکړی دی.

په ملګروملتونو کې د ایران استازي امیرسعید ایرواني د ملګروملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې د ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، له اټمی وسلو د ایران  راګرځولو لپاره د هوکړې پرځای پر دغه هېواد برید غوره ګڼي.

د سرتېرو کمښت او د ځوانانو ګومارنه؛ اوکراین د هڅونې لپاره د کال ۲۴۰۰۰ ډالر ورکوي

د اوکراین دفاع وزارت د پوځ په لیکو کې د ځوانانو جذبولو او د عسکري خدمت لپاره د کال ۲۴۰۰۰ ډالرو ورکړې اعلان کړی دی.

د هڅونې په دې پروګرام کې له ۱۸ تر ۲۴ کلنو ځوانانو غوښتنه شو چې د اوکراین پوځ سره یوځای شي او د کال ۲۴زره ډالر «یو میلیون هریونا» ترلاسه کړي.