د پنبې تولید زیاتوالی؛ کروندګر: د هېواد بازارونو کې یې بیه ټيټه شوې

د کندهار د مالوچو کروندګرو سلطان سلام‌وطندار ته وايي چې پخوا به یو من پنبه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یې، بیه ۲۵۰ افغانیو ته راښکته شوې. «پنبه به مو کرله او ډېرې ناروغۍ به وې، د حاصل پرمهالب به یې، په ټیټه بیا راڅخه غوښتله، پخوا ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۵۰ افغانۍ ته ښکته شوې چې ګټه نه‌لري.»

د نتن‌یاهو څرګندونو ته غبرګون؛ ا.ا: د فلسطینیانو له حقونو سرغړونه ده

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو لومړي وزیر هغو څرګندونو ته چې فلسطین دې په سعودي عربستان کې جوړ شي، کلک غبرګون ښودلی دی.

یاد وزارت نن دوشنبه، سلواغې ۲۲مه په یوې خبرپاڼه کې د نتن‌یاهو څرګندونې  منل شویو نړیوالو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې. خبرپاڼه کې همداراز ټينګار شوی چې تر هغو چې په فلسطین کې د خلکو حقوق نقض کېږي، غزه او سیمه به نارامه وي.

د سپین‌بولدک ـ چمن لار؛ پرلت‌کوونکي: له ویزې پرته دې تګ‌راتګ ته اجازه ورکړل وشي

پر سپین‌بولدک ـ چمن لار د بې‌ویزې تګ‌راتګ بندېدو پر ضد ملت‌پالو ګوندونو او پرلت‌کوونکو یو ځل بیا پراخ لاریونونه پیل کړي دي.

پرلت‌کوونکي وايي، پر دغه لاره د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورت شرط، د ولسي خلکو او سوداګرو لپاره ګڼې ستونزې پیدا کړي.

اسراییل او حماس روانه اوونۍ د اوربند خبرو بل پړاو پیلوي

د اسراییلو یو پلاوی غزه کې د سولې او اوربند راتلونکي پړاو خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له حماس سره د شوې هوکړې له مخې، د دغه هېواد مذاکراتي پلاوی د خبرو په موخه قطر ته تللی دی.

لیبیا کې ډله‌ییز قبر؛ د ۵۰ کسانو جسدونه موندل شوي

لیبیا کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په سوېل‌ختیځ کې په دوو ډله‌ییزو قبرونو کې ۵۰ جسدونه موندل شوي دي.

ویل کېږي، یادو کسانو غوښتل چې د شمالي افریقا له هېوادونو څخه اروپا ته ځانونه ورسوي.
د لېبیا امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، لومړی ډله‌ییز قبر چې سوېل‌ختیځ ښار کوفرا کې موندل شوی، په‌کې د ۱۹ کسانو جسدونه پیدا شوي دي.