د امریکا د مرستو ځنډېدل به هېواد کې د اُمېندواره مېرمنو مړینه زیاته کړي

د ملګرو ملتونو د وګړو  صندوق سیمه‌ییز مشر پیو سمېت په دې وروستیو کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د امریکا د مالي مرستو ځنډېدل به د میلیونونو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د مړینې او زیانمنېدو کچه لوړه کړي.

پکتـیا کې لېوه د یوې کورنۍ پنځه غړي داړلي

د پکتيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې د ډنډپټان ولسوالي حسن‌خېلو کلي کې لېوه د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي دي.

پېښه نن چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه، سهار ۵بجې رامنځته شوې. د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي، دغه لېوه له غره څخه یوه کلي ته راښکته شوی او د درېو مېرمنو په ګډون یې، د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي دي.

پاکستان کې برید؛ څلور سرتېري وژل شوي او اووه ټپیان دي

د پاکستان خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سوېلي‌وزیرستان کې پر امنيتي پوستې د وسله‌والو برید له امله څلور سرتېري وژل شوي او اووه نور تپیان دي.

پېښه بېګاه شپه ۱۱ بجې، د سوېلي‌وزیرستان د شکتوی تحصیل په شرکۍ سیمه کې رامنځته شوې. ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

لغمان کې په ۲۴۴زره ډالرو روغتیايي مرکز جوړ شوی

د لغمان په یوې لرې پرته بادپښ ولسوالي کې د ۲۴۴زره امریکايي ډالرو په لګښت روغتیايي مرکز جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد ولایت د کډوالو ریاست رییس غلام‌الرحمن بلال وایي چې یاد روغتیایي مرکز د یوه کال په موده کې جوړ شوی چې اتلس خونې، د احاطې دېوال، د اوبو څاه،  تشنابونه او د محافظینو خونې لري.