
د افغانستان بانک سبا «۲۵» میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي
د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه» به «۲۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (سهشنبه، سلواغې۱۶مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۲۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.






