
د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستانبانک دې پر شهزاده سرای امنیتي فشار نهراوړي
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان له افغانستان بانک څخه غوښتنه کوي چېکابل کې د سرای شهزاده صرافانو پر ټولنې سیاسي او امنیتي فشارونه رانهوړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان له افغانستان بانک څخه غوښتنه کوي چېکابل کې د سرای شهزاده صرافانو پر ټولنې سیاسي او امنیتي فشارونه رانهوړي.

سلاموطندار د هنر برخه کې له ۲۳ ځوانانو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، دغه ځوانان له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د مرکو پرمهال ځوانانو ویلي چې مالي ملاتړ نهلري، ټولنه کې ورته پام نهکېږي او د کار وسایلو ته د نهلاسرسي ترڅنګ، د خپلو اثارو پلور ته بازار هم نهلري.

پاکستان کې د روان کال د تېرې جنورۍ میاشتې پرمهال د وسلهوالو بریدونو او نښتو له امله د یاد هېواد ۵۲ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
په پاکستان کې د پیکس «انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز» په نوم څېړنیز بنسټ له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې د امنیت ضد ډېری پېښې د یاد هېواد په خېبرپښتونخوا کې شوي دي.

د خوست امنيه قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت د عليشېرو ولسوالي د یوې کورنۍ د وژل شویو ۱۳ غړیو قاتلان یې، نیولي دي.
د خوست امنيه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه درې کسان د یادې قومنداني او د استخباراتو رياست د ځواکونو د ګډو هڅو په پایله کې نیول شوي دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېمونه جوړېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وایي چې دغه چکډېومونه به د یاد ولایت په اوو ولسوالیو کې جوړ شي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «طبق» ناروغي پر وړاندې شاوخوا ۲۵زره غواګانې واکسین شوي دي.
د واکسین دغه کمپاین د یاد ولایت د کرنې ریاست او د خوراک او کرنې نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ شوی دی.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د فوتسال عمومي فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د فوتسال ورزشي سیالي پيل شوې.

د هرا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «پستې» صادرات ۲۰سلنه زیات شوي دي.
د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر محمدیوسف امین سلاموطندار ته وايي چې د وروستیو نهو میاشتو پرمهال له دغه ولایت د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶زره ډالرو په ارزښت بهر ته پسته صادره شوې.