
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یوشمېر موسسو له استازیو سره کتلي
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د یوشمېر نړیوالو موسسو او سازمانو له استازیو سره کتلي دي.
یاد وزارت نن شنبه، سلواغې ۱۳مه، پر خپله اېکسپاڼه یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت سرپرست نورجلال جلالي د «Save the Children ،World Vision ،IMC او CRS» بنسټونو له استازیو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.




