زابل کې ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۱۶ قلمه درمل وېشل کېږي

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وايي، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یونېسف او د «موف» موسسې له لوري د دغه ولایت له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د ۱۱۶ قلمو درملو مرسته شوې.

نوموړي زیاته کړه چې دغه درمل د کلات ښار په ګډون د ۱۱ ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته وېشل کېږي.

میدان‌وردګ کې یو هستوګنیز کور په بشپړه توګه سوځېدلی

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د جلرېز ولسوالي په «مامیکو» کلي کې د تورګل په نوم یوه کس هستوګنیز کور په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، د پېښې ځای ته له مرکز میدانښار څخه اطفایه رسیدلې او له سر زیان څخه مخنیوی شوی، خو مالي زیانونه زیات رامنځته شوې دي.