کابل ښاروالي تېرو پنځو میاشتو کې ۱۸ پراختیايي پروژې پلې کړي

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د تېرو پنځو میاشتو پرمهال کابل‌ښار کې د ۱۸ پرمختیايي پروژو کار بشپړ شوی، د ۸۲ پروژې تر کار لاندې دي او ۲۱ نورې پروژې د تدارکاتي په پړاو کې دي.

د کابل ښاروالي مسوولانو دغه څرګندونې د دغې ادارې د لاسته‌راوړنو او فعالیتونو په پروګرام کې نن چهارشنبه، سلواغې لسمه کړي دي.

د خوست مرګونې پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي

د خوست ولايتي مسوولان وايي چې د عليشرو ولسوالي د مرګونې پېښې په تړاو یې، دوه شکمن کسان نيولي دي.

د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته وايي چې بيګاه شپه ۹:۰۰ د عليشرو ولسوالي د ابوخانې سيمه کې وسله‌والو د يوې کورنی لس غړي په ډزو وژلي وو.

د پکتيکا شکين ولسوالي اوسېدونکي د ژوند لومړنيو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

د پکتیکا شکین ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دغې ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته وویل، د روغتيا، پوهنې، مخابراتو، پاکو اوبه او د سړکونو جوړېدو برخو کې ورته د پام وړ کار نه‌دی شوی چې له امله يې ستونزو سره مخ دي.

ریاست‌الوزرا: بهر ته له ۵۰۰۰ او ۵۰۰ ډالرو ډېر د لېږد اجازه نشته

د سرپرست حکومت ریاست‌الوزرا په یوه تازه حکم کې ویلي چې د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ ډالرو ډېر او د ځمکې له لارې له ۵۰۰ ډالرو زیات بهر ته د لېږد اجازه نشته.

په دې حکم چې نن چهارشنبه، سلواغې لسمه خپور شوی، همداراز خبرداری ورکړل شوی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.

هند کې د مذهبي جشن پرمهال ۱۵ کسان مړه شوي

هند کې د یوه مذهبي جشن پرمهال د خلکو ګڼې‌‌ګوڼې له امله لږترلږه ۱۵ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي

دغه مرګ‌ژوبله د کومب په نوم مېله کې رامنځته شوې چې د جنورۍ له ۱۳مې نېټې راهیسې روانه ده.

پاکستان کې بریدونه؛ دوه سرتېري وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي

پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو پر دوام، په تازه نښتو او بریدونو کې څلور سرتېري وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

په لومړۍ پېښه کې چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په  قلعه عبدالله کې شوې، وسله‌والو د اېف‌سي ځواک پر یوه مرکز ډله‌ییز برید کړی او دوه سرتېري یې، وژلي دي.