کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکز ۳۵۰ کسان فارغ شول

د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي وايي، په کابل کې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو مرکز څخه په اوو څانګو کې ۳۵۰ کسانو د فرغت سندونه ترلاسه کړل. دغو کسانو ته د خیاطۍ، نلدوانۍ، د برښنایی وسایلو د ترمیم، ودانیز چارو، کمپیوټر، فلزکارۍ او نورو برخو کې شپږ میاشتني او نهه میاشتني ښوونیز دوره کې روزنه ورکړل شوې.

د هلمند ګرشک کې «عامه کتابتون» پرانېستل شو

د هلمند په ګرشک ولسوالي کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري عامه کتابتون جوړ او نن «سه‌شنبه، سلواغې نهمه» ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمدحنیف وايي چې دې کتابتون کې د بېلابېلو برخو شاوخوا ۳۰۰۰ کتابونه موجود دي.

خوست کې د ۱۴کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالي څخه د دغه ولایت تر قلندر ولسوالي پورې د ۱۴ کیلو مټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

د خوست ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نادرشاه کوټ ولسوالي د ځني‌خيلو شمبوات بازار څخه تر قلندر ولسوالي پورې د ۱۴ کيلومتره سړک اساسي جوړونې چارې پيل شوې.

د ډالرو لیلام؛ د افغانستان بانک سبا ۲۷ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «چهارشنبه، سلواغې لسمه» به «۲۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (سه‌شنبه، سلواغې نهمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۲۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د کندهار-سپین‌بولدک د ۳۹.۶ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د ۳۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهارښار-سپین‌بولدک ترمنځ د څه باندې ۳۹ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

د چارواکو په وینا، دغه سړک چې ۳۹.۶ کیلومټره کېږي، د نهو میاشتو په موده کې ورغول شي.