
خوست کې ډاکټران: د ښوونځیو له ښوونکو د درملنې فيس نهاخلوو
خوست کې ډاکټرانو تازه پرېکړه کړې چې دې ولايت کې د شته دولتي او خصوصي ښوونځيو له ټولو ښوونکو به د درملنې پر مهال هېڅ فيس نهاخلي.
خوست کې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر عبدالحکیم ځدراڼ وايي، دا پرېکړه یې، له دې امله کړې چې له يوې خوا د ښوونکو اقتصادي لاسنيوی او له بل اړخه ټولنه کې د دوی د خدمتونو درناوی وشي.