عمرانخان ته د ۱۴ کاله بند سزا اورول شوې
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمرانخان او د هغې مېرمن بشرا په ۱۴ او ۷ کلونو بند محکوم شوي دي.
خان همداراز یو میلیون پاکستانۍ کلدارۍ «۳۵۰۰ ډالره» او بشرا بيبي بیا ۵۰۰۰۰۰ کلدارې جریمه شوي.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمرانخان او د هغې مېرمن بشرا په ۱۴ او ۷ کلونو بند محکوم شوي دي.
خان همداراز یو میلیون پاکستانۍ کلدارۍ «۳۵۰۰ ډالره» او بشرا بيبي بیا ۵۰۰۰۰۰ کلدارې جریمه شوي.
غزه کې د اوربند له اعلان وروسته لاهم د اسراییلو بریدونه دوام لري او په تازه بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وژل شویو کې ۲۷ ماشومان او ۳۱ ښځې شاملې دي.
فراه کې د «کیمیاوي مبلایلو» شرکت مسوولان وايي چې یاد شرکت د ورځې ۱۲ ټُنه مبلایل تولیدوي.
د یاد شرکت رییس زلمی نورزی وايي چې د یاد شرکت تولید شوي مبلایل د هېواد ټولو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
د هلمند په نوزاد ولسوالي کې د ۲۱۷۰۰۰ ډالرو په لګښت د درې چکډېمونو چارې بشپړې شوې.
د چارواکو په وینا، د دې چکډېمونو د جوړېدو چارې د ولایت مقام، اقتصاد ریاست، د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست، ډيارسي موسسې او ډنمارک کمېټې په ګډو مالي هڅو بشپړې شوې دي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا وايي چې د تېرو ۱۵ ورځو پرمهال افغانستان کې د سړې هوا له امله ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اوچا په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په کونړ، لغمان، نورستان، فاریاب او بغلان ولایتونو کې د سختو واورو او یخنۍ له امله ۱۰ کسان مړه شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون