
ټېکټاک په امریکا کې خپل فعالیت ځنډوي
سرچینې واي چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبه ټېکټاک ټولنیزه رسنۍ په امریکا کې خپل فعالیت وځنډوي.
د چین ټېکټاک دا مهال په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کارونکي لري.

سرچینې واي چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبه ټېکټاک ټولنیزه رسنۍ په امریکا کې خپل فعالیت وځنډوي.
د چین ټېکټاک دا مهال په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کارونکي لري.

د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند هوکړې وروسته، ایران وايي چې دغه اوربند د فلسطین مقاومت لپاره «ستره بریا» ده.
د ایران سپاه پاسداران په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د فلسطین لپاره دا یوه ستره بریا ده او د اسراییلو له لوري د اوربند هوکړې د احتمالي سرغړونې په تړاو یې، خبرداری هم ورکړی دی.

د اوکراین پوځ وايي چې روسیې د دغه هېواد لوېدیځې سیمې پر کروز او بالېسټیک توغندیو وېشتلي دي.
پوځ زیاتوي چې پر دې سیمو روسي ځواکونو ۴۳ بالېسټیک او کرویز توغندي او ۷۴ ډرون بریدونه کړي دي. روسیې کې چارواکو منلې چې یاد بریدونه د اوکراین د تېرې ورځې د بریدونو په غبرګون کې شوي دي.

خوست کې د تېرو دوو ورځو پرمهال ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دويمې امنيتي حوزې ځواکونو ۱۳ کسان د بېلابېل جرمونو په تور نيولي دي.

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو نهو میاشتو پرمهال ۱۶۵ کوچنیو او لویو کارخونو په فعالیت پیل کړی دی.
د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وايي، یادې کارخونې د غذايي توکو، ودانیزو محصولاتو، کیمیاوي توکو او نورو برخو کې تولیدات کوي.

هندي رسنۍ وايي چې د یاد هېواد د بالوود سینما ستوری سیفعلي خان په خپل کور کې شپږ ځایه په چاقو وهل شوی او دا مهال روغتون کې بستر دی.
د هند ANI رسنۍ راپور ورکړی چې نوموړی بېګاه ناوخته په خپل کې د یوه کس له لوري په چاقو وهل شوی. په راپور کې ویل شوي چې د نوموړي دوه ټپونه ژور دي.

که څه هم غزه کې د اوربند ټينګښت لپاره منځګړو د حماس او اسراییلو ترمنځ هوکړې ته د رسېدو خبره کوي، خو له بېګاه راهیسې د اسراییلو بریدونو له امله ۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بېګاه شپه ناوخته منځګړو اعلان وکړ چې اسراییل او حماس غزه کې د اوربند پر ټينګښت هوکړه کړې. له دې اعلان وروسته غزه کې ګڼشمېر کسان لارو او کوڅو ته راووتل او د اوربند نمانځنه یې وکړه.