پاکستان کې د سګرېټ څښولو له امله د مړینې کچه لوړه شوې

پاکستان کې د سکرېټ څښلو اړوند ناروغۍ له امله د کال څه باندې ۱۰۰زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې سوېلي‌اسیا کې د مړینې تر تولو لوړه کچه ده.

یادې مړینې ته په کتو دغه هېواد کې دا چاره د عمومي روغتیا د یوې سترې ننګونې ښکارندوینه کوي. پاکستان دا مهال د سیمې په کچه د سګرېټ څښولو له امله د اړوند ناروغیو د مړینې ۷۸.۱سلنه او په نړیواله کچه ۷۲.۶سلنه مړینه لري.