ستانکزي او د ایران نوي سفیر د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي
ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو په زیاتېدو سره، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل غوښتنه کړې.