پکتيا کې بې‌وزله کورنۍ: د سون توکي نشو پېرلی

د پکتيا مرکز ګردېز ښار او اړوند سيمو کې بې‌وزله کورنۍ وايي، د کمزوري اقتصادي وضعیت او د بیو لوړوالي له امله نشي کولی چې د سون توکي واخلي او خپل کورونه پرې ګرم وساتي.

دوی له مرستندويه بنسټونو غوښتنه کوي چې په روان ژمي کې دې ورسره د سون او نورو توکو مرستې وکړي.

هند غواړي له افغانستان سره د بنسټییزو پروژو په پلي‌کولو کې همکاري وکړي

د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره جدي هڅې پیل کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په رسمي بلنه د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته سفر کړی دی.

هلمند پوهنتون کې په ۲۵ میلیونه افغانۍ ۲.۴ کیلومټره سړکونه رغول کېږي

د هلمند په دولتي پوهنتون کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د داخلي سړکونو د «سفالټ چارې» په چټکۍ سره روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې، ښوونکو او زده‌کړیالانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې پروژې ټولییز اوږدوالی ۲.۴ کیلومتره دی او موخه یې د پوهنتون دننه د ګرد، خاورو او خرابو لارو ستونزې له‌منځه وړل دي.

نیمار: د ۲۰۲۶کال فوټبال نړیوال جام به زما وروستی جام وي

د برازیل فوټبال ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نیمار وايي چې د ۲۰۲۶کال د فوټبال نړیوال جام  کې به د وروستي ځل لپاره ولوبېږي.

د نوموړي په وینا، ډاډه دی چې برازیل به د شمالي امریکا په کېدونکي نړیوال فوټبال جام کې پای‌لوبې ته ورسېږي.
نیمار دا مهال د سعودي عربستان فوټبال لیګ کې له الحلال لوبډلې سره لوبېږي.

ميدان‌وردګ کې د ۶۸ ميليونه افغانيو په لګښت د يو ترمينال جوړېدو چارې پيل شوې

د کور او ښار جوړونې وزارت له‌خوا د ميدان‌وردګ مرکز ميدان‌ښار کې د ۶۸ ميلیونه افغانیو په لګښت د مسافروړونکو موټرو لپاره د ترمينال (هډې) د جوړېدو چارې پيل شوې چې زر کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي. د ميدان‌وردګ والي قاري بختيار معاذ د کور او ښار جوړونې له وزارت مننه وکړه چې یاده اقتصادي پروژه یې دغه ولايت خلکو لپاره پيل کړه.