اسلامي امارت: د بهرنیو مرستو وېش کې هېڅ ونډه نه‌لرو

 د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د افغانستان سرپرست حکومت ته د هغه هېواد د بشري مرستو په رسولو له نیوکې وروسته، د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، سرپرست حکومت له افغانستان سره د بهرنیو بشري مرستو کې هېڅ لاسوهنه‌ نه‌لري. امریکا د تېرو درېوو کلونو پرمهال افغانستان کې له مرسته‌رسوونکو بنسټونو سره څه باندې ۲ میلیارد ډالره مرسته کړې.

اوکراین: تېرکال مو ۴۲۷۰۰۰ روسي سرتیري وژلي او ټپیان کړي

د اوکراین پوځي چارواکي وايي چې تېر ۲۰۲۴کال کې د جګړې پرمهال یې، څه باندې ۴۲۷۰۰۰ روسي سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي.

د اوکراین دفاع وزیر او لوی درستیز الکساندر سرسکي ویلي چې روسي ځواکونو ته دغه مرګه ژوبله د ۲۰۲۴کال د جنورۍ له پیل د ډسمبر تر ۳۰مې اوښتي دي.

پاکستان کې د یوه جرمني ډيپلوماټ مړی موندل شوی

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت دویم سکرټر ټامس جورګن په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

پولیسو رسنیو ته ویلي چې  نوموړی له دوو ورځو راهیسې خپلې دندې ته نه‌وو تللی او د لټون پرمهال په خپل کور کې مړ پیدا شوی.

یونس‌خان د افغان لوبډلې د سلاکار روزنکي په توګه ټاکل شوی

د افغانستان کرېکټ بورډ د پاکستان پخوانی لوبغاړی یونس‌خان د کرېکټ ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه ټاکلی دی.

کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، مرغومي ۱۹مه پرخپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې یونس‌خان یې، د راتلونکي چمپینزټرافي سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي او څارونکي پر دنده ګومارلی دی.

تېرکال ایران کې څه باندې ۹۰۰ کسان اعدام شوي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ولکر ټرک وايي چې د تېر ۲۰۲۴کال پرمهال په ایران کې څه باندې ۹۰۰ کسان اعدام شوي دي.

ولکر ټرک چې د ملګروملتونو د بشرحقونو عالي کمېشنر هم دی، همداراز ویلي، د یادو کسانو له ډلې، یوازې ۴۰ کسان یې، د یوې اوونۍ پرمهال اعدام شوي.

د انګور اډې لاره ټرانزیټ‌کېدل؛ سوداګر: اسانتیاوې دې برابرې شي

د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې له پاکستان سره د «انګور ادې» لاره د ټرانزیټي لارې په توګه ټاکل شوې او له دې وروسته به پر یاده لاره ټرانزیټ کېږي.

 شاوخوا يوه مياشت وړاندې د اسلامي امارت د مشر د ځانګړي حکم له مخې له پاکستان سره د انګورو اډې لاره په رسمي ډول ترانزیټ شوه.

د افغانستان بانک نن ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر بازار ته وړاندې کړل

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې نن «پنج‌شنبه، مرغومې ۱۹مه» «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړل.

د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره یې، نن پنج‌شنبه«۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي دي.