Asset 1SWN

سلام وطندار

۲۰۲۵ وروستۍ لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونی کال وو

پاکستاني پوځ برید چاودنه

د پاکستان د څېړنیزو مطالعاتو او امنیت مرکز «CRSS» راپور ورکړی چې ۲۰۲۵ میلادي کال وروستۍ یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونی کال وو.

راپور کې ویل شوي چې دغه کال کې د تاوتریخوالي زیاتېدو کچه نژدې ۳۴ سلنه وه.

د دغه بنسټ د مالوماتو پر اساس، پاکستان د پرلپسې پنځم کال لپاره د تاوتریخوالي زیاتېدو شاهد دی، داسې چې ۲۰۲۱ کال کې د تاوتریخوالي زیاتېدو کچه ۳۸ سلنه، ۲۰۲۲ کال کې څه باندې ۱۵ سلنه، ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۵۶ سلنه، ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۶۷ سلنه او ۲۰۲۵ کال کې ۳۴ سلنه ثبت شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


راپور کې همدارنګه راغلي چې ۲۰۲۵ کال کې یو زر او ۲۷۲ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي چې تروریستي بریدونه او د تروریزم ضد عملیات په کې شاملیږي.

دغو بریدونو کې ۳ زره او ۴۱۷ کسان وژل شوي او ۲ زره او ۱۳۴ نور ټپیان شوي.

د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې پېښې خیبرپښتونخوا ایالت کې ثبت شوي چې په پایله کې یې دوه زره ۳۳۱ کسان وژل شوي.

همدارنګه بلوچستان ایالت کې هم د امنیت ضد پېښې زیاتې شوي او ۹۵۶ کسان په کې وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام