روسیه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي ډېرېدو ته اندېښمن یوو

د روسیې بهرنیو چارو وزارت شنبه، ډسمبر ۲۸مه ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اندېښمن دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان له سرپرست حکومت او پاکستان غوښتنه کړې چې له زغم کار واخلي او هڅه وکړي، څو شته اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

سوېلي‌کوریا کې د الوتکې اوراخیستنې له امله ۱۲۰ کسان وژل شوي

د سوېلي‌کوریا چارواکي وايي چې د یاد هېواد د مووان ښار په هوايي ډګر کې یوې مسافروړونکي الوتکې اوراخیستی چې پرمهال یې، ۱۲۰ کسان وژل شوي دي.

پېښه ځای وخت ۹:۰۳ بجې هغه مهال رامنځته شوې چې یاده الوتکه د ځغاستې له لیکې ووته او اور یې، واخیست.

د قطر لومړي وزیر غزه کې د اوربند په تړاو د حماس له پلاوي سره کتلي

د قطربهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد لومړي وزیر محمدبن عبدالرحمن بن جاسم ال‌ثاني دوحه کې د حماس له پلاوي سره د غزې د اوربند په اړه خبرې کړې دي.

د لیدنې پرمهال غزه کې د اوربند د خبرواترو د وروستیو پرمختګونو او د دغو بحثونو د پرمخ بیولو پر لارو چارو خبرې شوي دي.