کابل ته د قزاقستان د سوداګریز پلاوي سفر؛ دواړو لوریو د هوکړه‌لیکونو پر عملي کېدو ټینګار کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د مرستیال په مشري د دغه هېواد د خصوصي سکټور او سوداګرو ۴۰ کسیز پلاوي کابل ته د خپل درې‌ورځني سفر پر مهال د ا.ا د بېلابېلو وزارتونو له چارواکو سره په جلا جلا کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هوکړه‌لیکونو پر عملي‌کېدو ټینګار کړی دی.

متقي: پاکستان دې سنجول شوی سیاست غوره کړي

نن د مرغومي شپږمه یا پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مه کلیزه ده. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، پاکستان باید سنجول شوی سیاست غوره کړي. هغه په دې غونډه کې د پکتیکا پر برمل ولسوالي د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، افغانان هېڅکله پر خپلې خاورې یرغل نه ‌مني.

په بهر کې واده ته د افغان نجونو لېوالتیا؛ له ننګونو تېښته که نوی ناورین؟

له ۴۳ پېغلو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې ۲۷ هغه یې غواړي له هېواد نه بهر افغانانو سره ودونه وکړي، خو ۱۶ نورو بیا ویلي، ورته مهمه نه‌ده چې راتلونکې خاوند یې د نړۍ په کوم کونج کوي.
د دغه راپور له مخې، په بهر کې واده کولو ته د نجونو لېوالتیا څه‌ناڅه نوې پدیده ده او فکر کوي، که له هېواد نه بهر واده وکړي، نېکمرغه به شي.

اسراییلو په غزه کې پنځه خبریالان وژلي

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې پر غزې د اسراییلو هوايي برید کې پنځه خبریالان وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې نن (د مرغومي شپږمه، پنجشنبه) د فلسطیني چارواکو له قوله لیکلي چې د اسراییلو پوځ په غزې ښار کې د «القدس» ټلوېزیوني شبکې د خبریالانو موټر په نښه کړی دی.