سمنګان؛ ۲۰ کسان چې د ډبرو سکرو کان کې بند پاتې وو، ژغورل شوي
د سمنګان د امنیې قومانداني ویاند حشمتالله رحماني سلاموطندار ته ویلي، څو شېبې مخکې یې هغه ۲۰ کانکیندونکي چې د ډبرو سکرو د یوه کان را غورځېدو له کبله بند پاتې وو، ژغورلي دي.
د سمنګان د امنیې قومانداني ویاند حشمتالله رحماني سلاموطندار ته ویلي، څو شېبې مخکې یې هغه ۲۰ کانکیندونکي چې د ډبرو سکرو د یوه کان را غورځېدو له کبله بند پاتې وو، ژغورلي دي.
په ایران کې یوشمېر افغان کډوال او د نورو هېوادونو اوسېدونکي چې په دې وروستیو کې له دغه هېواده شړل شوي، له کډوالو سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلن او د اېستلو بهیر د ګړندي کېدو خبر ورکوي.
نوراحمد او نظري دوه هغه افغان کډوال دي چې په ایران کې ناقانونه ژوند کوي وايي، پولیسو په وروستیو ورځو کې د کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی او دی ترې پټ کار ته ځي.
په غزني کې د هوا له سړېدو سره سم د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکي د لرګیو لوړې بیې اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، د دغه ولایت په بازارونو کې د لرګيو د کمښت او د لوړې بيې له امله د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره مېوهلرونکې ونې پرې کوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوولان وايي، د افغان کروندګرو د ملاتړ او د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د مېوو او زعفرانو د کښت لپاره ۲۰۰۰ هېکټاره ځمکه برابره کړې ده. د دغه پروګرام له لارې به له ۶۰ زره افغان کورنیو سره مرسته وشي.
د تحریر شام پلاوي مشر ابومحمد الجولاني ویلي چې اسراییل په ښکاره ډول د سوریې له پولو ور تېر شوي او دغه کار یې په سیمه کې نورو نښتو ته لاره هواره وي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې الجولاني دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې پر سوریې د اسراییلو د برید لپاره وړاندې شوي دلایل هم د توجیه وړ نهدي.
ترکیې په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له سقوط وروسته د دغه هېواد په پلازمېنې دمشق کې خپل سفارت پرانېست.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس خبر ورکړی چې په دمشق کې د ترکیې سفارت پرون له دولسکلن ځنډ وروسته خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون