د عامې روغتیا وزارت ۴۲۴ تخصصي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د عامې روغتیا وزارت ۴۲۴ تخصصي بستونو لپاره ازموینه واخیسته.

د دغې ادارې مسوولان وايي، د عامې روغتیا وزارت د څلورمو، پنځمو او شپږمو ۴۲۴ خالي بستونو لپاره ۳ زره او ۹۴۰ کسانو غوښتن‌لیکونه ورسپارلي وو چې ۳ زره او ۵۸۵ یې په شرایطو برابر پېژندل شوي.

میدان‌وردګ کې د ۶ ولایتونو د والېبال سیالیو اتلولي «میدان‌اتلان» لوبډلې وګټله

د میدان‌وردګ په مرکز میدان ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو ولایتونو ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي د میدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت والي ویاند وحید‌الله سروري سلام‌وطندار ته وویل چې یادې لوبې د ځوانانو یووالي په موخه یوه اوونۍ وړاندې د میدان‌وردګ بدني روزنې او ورزش آمریت او د والیبال فدراسیون په ګډه همکارۍ جوړې وې.

افغانستان او زمبابوې نن درېیمه شل اووره سیالي کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به نن شنبه، لیندۍ ۲۴مه د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ ګټلو لپاره له زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې سیالي وکړي.

یاده سیالي به نن مازدیګر څلور بجې د زمبابوې په حرېرې کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ټسلا په خپلو موټرو کې د یوه نوي ځیرک سېسټم څخه پرته پورته کړه

چین کې د موټر جوړولو «ټسلا» شرکت مسوولان وايي چې په خپل‌کاره توګه د موټرو تګ یا « Actually Smart Summon»  سېسټم یې وړاندې کړی دی.

دغه ځیرک سېسټم د ټسلا اړوند موټرو کې لګول شوی او موټر ته اجازه ورکوي چې د موټرچلوونکي په اشاره تر یوه ځای تګ‌راتګ وکړي.

د پاکستان کورنیوچارو وزارت: لسو میاشتو کې ۵۷۳ سرتېري وژل شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د روان کال د لسو میاشتو پرمهال دغه هېواد کې د بریدونو له امله ۵۷۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د یادې مودې پرمهال ۱۵۶۶ بریدونه شوي چې د ۵۷۳ سرتېرو په ګډون په‌کې ۹۲۴ کسان وژل شوي او ۲۱۲۱ ټپیان دي.

روسیې دغه هېواد کې د «وایبر» پر کارونې بندیز ولګاوه

د روسیې د ارتباطاتو د څار ادارې «رسکومنډازور» مسوولان وايي چې یادې ادارې روسیه کې د پیام رسولو «وایبر» اپ پر کارونې بندیز لګولی دی.

د یادې ادارې مسوولانو په وینا، دغه پرېکړه یې، د ترهګرۍ ، افراط‌‌‌پالنې او نشه‌يي توکو پېر او پلور مخنیوي اړوند قوانینو څخه د سرغړونې په غبرګون کې کړې.