سوړ ژمی او اړمنې کورنۍ؛ «ژمی راغی، سکاره او سوندتوکي نهلرو» په کابل او ولایتونو کې یوشمېر اړمنې کورنۍ وايي، د ژمي په رارسېدو سره د خوړو او سوند توکو د برابرولو توان نهلري او له مرستندویه بنسټونو او سرپرست حکومت څخه د مرستو غوښتنه کوي.
پر رېکشو او موټرو لیکنې؛ د چلوونکو د زړه خبرې، ګیلې او شوق د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې «زېړې رېکشې» چې دې وروستیو کې له یوه ځایه بل ته د خلکو لېږد رالېږد لپاره ارزانه او ښه وسیله بلل کېږي، پر دې رېکشو لیکل شویو شعرونو او شعارونو هم د خلکو پام وراړولی دی. د پلازمېنې ډېری سیمو کې پر رېکشو، موټرو او نورو لېږدونکو وسایطو تر ډېره مذهبي، عشقي او طنزیه شعرونه او کلیمې تر سترګو کېږي.
د پکتيا جانيخېل ولسوالي ته په ۲۲ ميليونه افغانۍ ودانۍ جوړه شوه د کورنيو چارو وزارت مسولان وايي چې د پکتیا جانيخېل ولسوالي لپاره يې، د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټېاخيستنې ته سپارلې ده. د يادې ودانۍ د ګټېاخيستنې مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال مولوي عبدالله مختار وويل چې سږکال د یاد وزارت په بوديجه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۳۰بنسټيزې پروژې بشپړې شوې چې له ډلې يې، ۲۳ ولسواليو ته ودانۍ جوړې شوې دي.