
کابل کې د ساري ناروغیو د تشخیص دوه مرکزونه جوړېږي
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي انتاني او افغان ـ جاپان روغتونونو کې د ساري ناروغیو د تشخیص د دوو مرکزونو د بنسټ ډبرې کېښودو مراسمو ته وویل چې د دغې پروژې په تطبیق سره به پلازمېنه کابل کې د ساري ناروغانو لپاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړه شي.







