ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ ا.ا: د رسنیزو فعالیتونو ملاتړ ته ژمن یوو

نن پنجشنبه د نومبر ۲۱مه د ټلوېزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال رارسیږي چې هېواد کې د رسنیو په ځانګړې توګه ځینو ولایتونو کې د تصویري رسنیو فعالیت یو لړ لوړو او ژورو سره مخ شوی دی. تخار کې خبریال فریدون یلداش وايي: «دا چې موږ نشو کولای له ژوندیو موجوداتو تصویر واخلوو، دې چارې موږ له ستونزو سره مخ کړي یوو.»

د دفاع وزارت سرپرست د ایران له ځانګړي استازي سره لیدلي

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د پولو امنیت په اړه بحث او خبرې شوې دي. د چارو یوشمېر شنونکي د دواړو هېوادونو د پولو ترمنځ د امنیت په اړه اندېښنې، د دواړو هېوادړونو په ګټه دي.

د خوست امنیه قومنداني ته په ۷۱ميليونه افغانۍ ودانۍ جوړېږي

خوست کې چارواکي وايي چې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت امنیه قومنداني ته د معیاري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.

د امنيه قومنداني ودانۍ د جوړېدو د چارو پيل مراسمو کې د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدين حقاني وايي، د امنيتي ځواکونو لپاره به ټول هغه امتيازات او امکانات برابر کړي چې د هغوی روحيه پرې پياوړې کېږي.

لوګر کې د کابل_ګرديز یوه برخه سړک له ۱۸کلونو وروسته بېرته پرانېستل شو

لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا چارواکي وايي، دغه سړک چې درې کېلومتره اوږدوالي لري، د تېرحکومت پرمهال د امنيتي ځواکونو له لوري تړل شوی وو او د کابل_ګردېز موټرو د تګ‌راتګ پرمخ بېرته پرانېستل شوی دی. هغه زياته کړه، اوس د دغه سړک له پرانېستلو سره موټرچلوونکو ته پراخې اسانتياوې رامنځته شوې دي.