د ماشومانو نړیواله ورځ؛ «د ورځې ۱۰۰ یا ۵۰ افغانۍ پیدا کوم او کور ته ډوډۍ وړم»

نن چهارشنبه، د نومبر ۲۰مه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې افغانستان کې زرګونه ماشومان د لوږې، قحطۍ او نورو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

د فقر نړیوال شاخص د راپور له مخې، ۵۸،۹ سلنه ماشومان بې‌وزلي سره مخ دي.

د زابل شملزو اوسېدونکي: ولسوالي کې مو ښوونځي ودانۍ نه‌لري

د زابل د شملزو اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي کې شته ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، له همدې امله دغه ولسوالي له دولسم ټولګي فارغ نه‌لري. دوی وايي، که مسوولان د پوهنې برخې ته جدي پاملرنه ونه‌کړي، تنکي ځوانان او ماشومان به له زده‌کړو محروم شي.

غزه کې ۷۹۹ اسراییلي سرتیري وژل شوي

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د روانو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله د وژل شویو سرتېرو شمېر ۷۹۹ ته لوړ شوی دی.

د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې د نښتو پرمهال یې یو سرتېری وژل شوی چې ورسره غزه کې د وژل شویو اسراییلي سرتېرو شمېر ۷۹۹ کسانو ته رسېدلی دی.

ندامحمد ندیم: د ا.ا په راتګ سره پوهنتون ته په واقعي توګه کار شوی

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم  زابل ته د خپل سفر پرمهال یوې غونډې ته ویلي چې د ا.ا په راتګ سره پوهنتون او محصل ته په واقعي توګه کار شوی دی.

نوموړي دغه څرګندونې یاد ولایت کې د مېرویس‌خان نیکه د لوړو زده‌کړو موسسې له لوري په جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

کندهار کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو وېش پیل شوه

کندهار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په غورک ولسوالي کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو د غنمو وېش لړۍ پیل شوه.

دغه مرستې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوراک نړیوال سازمان (WFP) په مالي او د اکتید موسسې په همکاري وېشل کېږي.

د کلیو په پرتله د ښارونو تنکي ځوانان ښوونیزو خدمتونو ته ډېر لاسرسی لري

د هېواد د یوولس ولایتونو په لروپرتو سیمو او ښارونو کې له ۴۷ تنکي ځوانانو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې د کلیو په پرتله د ښارونو تنکي ځوانان د زده‌کړو برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ وي. کلي‌وال ځوانان وايي چې له نهم ټولګي پورته د ښوونځيو، مرکزونو نشتون او ښوونیزو امکاناتو له کمښت سره مخ دي.