اقلیمي بدلون روان کال کې ۳۸زره افغانان چې نیمايي یې ماشومان دي، بې‌ځایه کړي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان تازه خبرداری ورکړی چې اقلیمي ناورینونو په افغانستان کې انساني وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.
دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې څه باندې ۳۸ زره کسان چې نیمايي یې ماشومان دي، د اقلیمي بدلونونو له کبله بې‌ځایه شوي دي.

د کار وزارت: ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول زموږ لومړیتوب دی

لوګر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري «ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول» په نوم لویه غونډه جوړه شوه.

جوړې شوې غونډې ته د کار او ټولنېزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدذاهد احمدزي وویل، کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول لومړیتوب لري.

د روسیې برید؛ ۱۱ کسان وژل شوي او ۸۹ ټپیان دي

اوکراین کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال ختیځ سوومي ښار کې پر هستوګنیزو کورونو د روسیې د توغندیز برید پرمهال ۱۱ کسان وژل شوي او ۸۹ نور ټبیان دي.

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې پر خپل ټېلېګرام ویلي چې په ټپیانو کې ۱۱ ماشومان هم شامل دي او پر ښار برښنا هم پرې شوې.

خوست کې بې‌ودانۍ ښوونځي؛ «چې باران شي ساړه مو کېږي، درس نشو ویلی»

خوست کې يوشمېر زده‌کوونکي او ښوونکي وايي، د ښوونځيو ودانۍ نشتون ستونزه یې، لاهم نه‌‌ده حل شوې او زرګونه زده‌کوونکي په خېمو او ازاده فضا کې زده‌کړې کوي. د اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالي اړوند د ورزې سيمې د «ګاګربابا» د نجونو او هلکانو ګډ لومړنی ښوونځی چې معیاري ودانۍ نه‌لري، زده‌کوونکي یې په خېمو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

میدان‌وردګ کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پرانېستل شوې

میدان‌وردګ د لوړو زده کړو موسسه کې د لوړو زده کړو وزارت د شاوخوا ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تېر یوه کال په ترڅ کې بشپړې شوې بېلابېلې پروژې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا‌‌ء محمد ندیم له لوري پرانېستل شوې.

لوګر کې د لسګونه ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالي ترسره شوې

د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د پهلواني فدراسیون په همکاري د ولایت په کچه د ۵۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني یوه ورځنۍ سیالي ترسره شوې. د مرکز پل‌علم د پهلواني یوه ورزشکار وحیدالله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې وروسته له څو کلونو لوګر  کې د پهلواني سیالي جوړې شوې وې.