ستانکزی: هېوادونه دې د افغانستان پروړاندې مثبته تګ‌لاره غوره کړي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو څخه غواړي چې د افغانستان په اړه مثبته پالیسي غوره کړي.

ستانکزي دغه څرګندونې نن (یکشنبه د لړم ۲۷مه) په کابل کې د غوره نوښتونو د ملي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

روان کال د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲.۳ میلیونه مټریک ټُنه انتقالات شوي

تهران ته د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنیزې پټلۍ ادارې اړوند د یوه پلاوي رسمي سفر سره هم‌مهاله، د دغه وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس وايي، افغانستان هڅه کوي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو لېږدرالېږد پراخ کړي.

کابل کې د کمپلو تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه، لړم ۲۷مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کارخونه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یوشمېر نورو چارواکو له لوري پرانېستل شوه. دې کارخونه کې ۹۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې دا مهال په‌کې ۹۰۰ کسانو ته هم د کار کولو زمینه برابره شوې.

لوګر کې د «سوالګرو» راټولولو لړۍ پيل شوه

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وايي چې د سوالګرو ټولولو لړۍ به څو ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې، د پل‌علم ښار او ولسواليو کې ټول سوالګر راټول شي.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي محمدسالم جان الفت پل‌علم کې رسنیو ته وویل، په لومړی ورځ نن «یکشنبه، لړم۲۷مه» له پل‌علم ښار څخه ۳۷ سوالګر راټول او بایومټریک څانګې ته ورپېژندل شوي دي.

د بې‌پوله ډاکترانو ټولنه: تېرکال مو هلمند کې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې

افغانستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې مسوولان وايي چې تېرکال یادې ټولنې په هلمند کې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې.

دغه څرګندونې د بې‌پوله ډاکترانو ټولنې د افغانستان مسوول میکایل لوپي، د یادې ټولنې د زون مسووله باربرا، ولایتي مسوول ارکین کسیکلي، د هلمند مرستیال والي سره په لیدنه کې کړي دي.

زابل کې له وسایطو د بې‌معنی لیکنو او سټېکرو پاکولو کمپاین پیل شو

د زابل د ټرافیک مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې له نقلیه وسایطو د بې‌معنی لیکنو او سټېکرو  د پا‌کولو کمپاین یې، پیل کړی دی.

د ټرافیک پولیسو مدیریت پرسونل د ټرافیکو لوی ریاست په ځانګړي هدایت د ټرافیکي کنټرول ترڅنګ د موټرونو له هندارو څخه مزاحمت کوونکي بې‌معنی سټېکرو او لیکنو لرې‌‌کولو چارې پیل کړي دي.

پکتیکا کې د پاکو اوبورسولو دوه شبکې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

پکتیکا کې چارواکي وايي، د یاد ولایت په اړوند ولسوالیو کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو دوه شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. دغه شبکې په برمل او شکین ولسوالیو کې د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوي.

خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د يادو شبکو پر جوړېدو سره ۲۱۶ کورنيو ته د پاکو اوبو زمينه برابره شوه.