بدخشان کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي
د بدخشان د فیضاباد ښار او بهارک ولسوالي پر لویه لاره د ابافشک او سمدره سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه جمعه، لړم ۲۵مه مازدیګر مهال رامنځته شوې.
د بدخشان د فیضاباد ښار او بهارک ولسوالي پر لویه لاره د ابافشک او سمدره سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه جمعه، لړم ۲۵مه مازدیګر مهال رامنځته شوې.
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ په «مارالاګو» کې د ستراټیژیکو چارو له وزیر، ران درمر سره د لیدنې پرمهال د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند وړاندیز لاسلیک کړی دی.
د اوربند لپاره د هوکړې طرحه لبنان کې د امریکا د سفیر لهخوا د تېرې پنجشنبې پر ورځ د لبنان د پارلمان رییس نبيه بري ته هم وړاندې شوې.
د خوست په ځاځي میدان ولسوالي کې د منظور شویو ۱۴ لويو او پراختيايي پروژو څخه د شپږو پروژو چارې پیل شوې.
د خوست ولايت مقام څخه نن «شنبه، لړم ۲۶مه» په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د خوست مرستیال والي په ځاځي میدان ولسوالي کې دغه پروژې پرانېستې دي.
د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم وايي چې دغه هېواد د فلسطین له خلکو ملاتړي کوي او اسراییل په رسمیت نهپېژني.
انور دا څرګندونې جمعه، نومبر ۱۵مه په پېرو کې د اسیا – پسیفیک اقتصادی همکارۍ (APEC) په سرمشریزه کې د خبری کنفرانس پرمهال کړې دي.
د لبنان روغتیايي وزارت مسوولان وايي چې دغه هېواد کې د اسراییلو د بریدونو له امله لږترلږه ۵۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۲ نور ټپیان دي.
دغه کسان د اسراییلو د هوايي او ځمکنیو بریدونو پرمهال وژل شوي دي.
د خوست محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې ۳۶ ټُنه بېکیفیته او چنجنې وریجې چې له پاکستان دغه ولایت ته راوړل شوې وې، بېرته یاد هېواد ته مستردې شوې دي.
د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د غلامخان بندر نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو له لوري دغه وریجې بېرته پاکستان ته لېږدول شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د جرمني لومړي وزیر اولف شولز او د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین ترمنځ پر ټیلیفوني خبرو نیوکه کړې.
زېلېنستکي ویلي چې دغه ډول ټیلیفوني اړیکې د روسیې منزوي کولو او اوکراین کې جګړې پای ته رسولو او د عادلانه سولې ټينګښت په اړه ټولې هڅې کمزورې کوي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون