موزامبیک کې د تاوتریخوالي له امله ۳۰ کسان وژل شوي
د بشري حقونو څار بنسټ وايي چې موزامبیک کې د ولسمشریزو ټاکنو پر سر د رامنځته شویو تاوتریخوالو له امله ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د یاد بنسټ په وینا، دغه کسان د اکتوبر له ۱۹مې د نومبر تر شپږمې وژل شوي دي.
د بشري حقونو څار بنسټ وايي چې موزامبیک کې د ولسمشریزو ټاکنو پر سر د رامنځته شویو تاوتریخوالو له امله ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د یاد بنسټ په وینا، دغه کسان د اکتوبر له ۱۹مې د نومبر تر شپږمې وژل شوي دي.
د امریکا عدلیې وزارت وايي چې ایران د یاد هېواد ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ډونالډ ټرمپ د وژلو لپاره یو افغان وګړی ګومارلی و.
دغه وزارت جمعه، نومبر اتمه ویلي چې یاد کس د ایران د سپاهپاسداران یوه مامور له لوري د ټرمپ ترور لپاره روزل شوی و.
د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت زلزلهځپلو ته ۲۸۸ کورونه جوړ او ورسپارلي دي.
د هرات والي نوراحمد اسلامجار وايي چې دغه کورونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري او په لګښت جوړ شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بمي چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. پېښه نن شنبه، د نومبر نهمه «لړم ۱۹مه» د بلوچستان ایالت د کوېټې ښار د اورکاډي په تمځای کې شوې.
پاکستاني رسنیو د بلوچستان د پولیسو مشر محمدبلوڅ له قوله ویلي، چاودنه هغه مهال شوې چې یو اورګاډی له کوېټې څخه پېښور ښار ته روان و.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن شنبه، لړم ۱۹مه د بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کوي.
افغانستان د روانې لوبلړۍ په لومړي سیالي کې بنګلهدېش ته په ستر توپیر ماته ورکړې.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون