جبالیه کې د بریدونو له امله ۵۰ کسان وژل شوي

غزه کې د اسراییلو د روانو عملیاتو په لړ جبالیه سیمه کې د نښتو پرمهال ۵۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اسراییلو د روانو عملیاتو په اړه په تازه خپرو کړیو عملیاتو کې ویلي چې جبالیه کې د دوی د پوځ د ۱۶۲مې څانګې عملیات او نښتې روانې دي.

سرپرست حکومت: د ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ غصب شوې

د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې د ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د سیاسي استازولي څوکۍ غصب شوې او په وینا یې، دوی باید ته وروسپارل شي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي، دغه څوکۍ د اسلامي امارت حق دی او ملګري ملتونه دې د ورسپارلو لپاره له دغه حکومت سره پرېکړه وکړي.

هند: افغانانو ته به د ویزو برخه کې اسانتیاوې زیاتې شي

د هند ځانګړي استازي جي‌پي‌ سېنګ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدنه کې ژمنه کړې چې افغانانانو ته به د هند د ویزو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ او راتګ په اړه هم بحث او خبرې کړې دي.

بهرنیوچارو وزارت: هیله ده د امریکا راتلونکې اداره واقع‌بینانه ګامونه پورته کړي

عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ا.ا د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي‌، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»