د ترک‌ژبو هېوادونو مشرانو د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار کړی

دغه غونډه کې د ترکیې، اوزبیکستان، قزاقستان، قرغزستان، اذربایجان، مجارستان او د شمالي قبرس مشرانو د نړۍ روانو حالاتو په تېره بیا د اسرائیلو او غزې جګړې، د روسیې او اوکراین ترمنځ روانې جګړې او د ترک‌ژبو هېوادونو د سازمان د غړیو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا او د افغانستان مسلې ته هم اشاره کړې.

خوست کې دوه کسان د جعلي‌ بانک‌نوټونو د چلښت په تور نیول شوي

خوست کې امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یې،هغه دوه کسان نیولي چې په بازار کې يې جعلي‌ بانک‌نوټونه چلول.

د خوست امـنیه قومنداني څخه نن چهارشنبه، لړم ۱۶مه سلام‌وطندار ‌ته په رالېږل شوې خبرپاڼه ويل شوي چې دغه کسان د اسماعېل‌خېلو ولسوالي کې نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار سروې؛ ۸۴.۷سلنه ګډونوالو ژوند کې الګو ټاکلې

په هره ټولنه کې د ځوانانو له لوري د الګو ټاکل، د هماغې ټولنې د خلکو د چلند او لیدلوري په جوړولو کې ډېر ارزښت لري. خلک د دې لپاره چې وکولای شي، خپل ژوند او لیدلوری ښه وټاکي، الګو ته مراجعه کوي او د خپل لیدلوري او افکار سره سم خپله الګو ټاکي. الګو ښايي سالمه او ناسالمه وي، په همدې دلیل، ټاکنه یې، هم د خلکو ترمنځ توپیر لري.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ ټرمپ د بریا اعلان وکړ

که څه هم د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د رایو شمېر روانی دی، ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ځان د یادو ټاکنو بریالی اعلان کړی دی.

ټرمپ وروسته له هغې دغه ادعا وکړه چې فاکس نیوز د کامېلا هرېس د ماتې وړاندوینه وکړه. د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د رایو شمېرل پیل شوي او د لومړنیو معلوماتو له مخې، ډونالډ ټرمپ د هرېس پروړاندې مخکښ ښکاري.

افغانستان نن د بنګله‌دېش پر وړاندې یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ، لومړۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه، نومبر شپږمه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي. دواړو لوبډلو له تېرو څو ورځو راهیسې دې لوبې ته د چمتووالي په موخه تمرینات کړي دي.