کارپوهان: د امریکا د ټاکنو پایلې به د نړۍ پر اوسني وضعیت اغېز ونه‌لري

په داسې حال کې چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزې ټاکنې د جمهوري غوښتونکو ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ او د ډیموکراټ ګوند د نوماندې کاملا هرېس ترمنځ روانې دي، یوشمېر کارپوهان وايي، د ټاکنو پایلې به د نړۍ پر اوسني وضعیت بنسټیز اغېز ونه‌لري. سرپرست حکومت تمه لري چې د افغانستان په اړه باید د امریکا نظر رښتینی وي.

افغانستان ۹میاشتو کې چین سره د ۵۴۸میلیونه ډالرو  په ارزښت سوداګري کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د تېرو  ۹میاشتو پرمهال افغانستان له چین سره د ۵۴۸میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې.

دې سوداګریزه راکړه ورکړه کې تر ډېره افغانستان له چین توکي وارد کړي. د اقتصادي چاروشنونکي نړیوال تجارت کې د چین ونډې ته په پام سره وايي، چین سره اقتصادي نږدې‌کېدا د هېواد په ګټه دی.

سوریه کې د اسراییلو برید له امله دوه کسان وژل شوي

د سوریې بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد پر پلازمېنه د اسراییلو د هوايي بریدونو پرمهال دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

برید د پلازمېنې دمشق په سوېل کې دوشنبه، نومبر څلورمه ماښام ۵:۱۶ بجې شوی دی.

شمالي‌کوریا لنډواټن وېشتونکی بالېستیک توغندی ازمویلی

شمالی‌کوریا د کوریا ټاپووزمې ختیځ ساحل ته د سمندر پر لور د لنډ واټن وېشتونکي بالیستیک توغندي ازموینه کړې.

د سوېلي‌کوریا پوځ وايي چې شمالي‌کوریا دغه توغندي د پلازمېنې پیونګ‌‌یانګ له سوېل سرېون سیمې څخه توغولي او ۴۰۰ کیلومټره په واټن مزل یې، کړی دی.

د اسراییلو او حزب‌الله جګړه؛ په ۱۳ میاشتو کې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي

له هغه وخت راهیسې چې د اسراییلو او لبنان کې د ایران له ملاتړ برخمنې حزب‌الله ډلې ترمنځ نښتې پیل شوي، تر دې مهاله دغه هېواد کې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت چارواکي وايي چې یاد کسان یوازې د ۱۳ میاشتو پرمهال وژل شوي دي.