افغاني سره میاشت ۸۹ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لیږي
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ په همکارۍ به ۸۹ ماشومان چې سوځېدلي او د هډوکو میکروب لري، جرمني ته د درملنې لپاره ولېږي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ په همکارۍ به ۸۹ ماشومان چې سوځېدلي او د هډوکو میکروب لري، جرمني ته د درملنې لپاره ولېږي.
په دې نظرپوښتنه کې ۶۴۷ ځوانانو ګډون کړی چې ۳۷۰ یې، هلکان او ۲۷۷ یې، نجونې دي. ۸۴.۷ سلنه ګډونوالو ویلي چې ژوند کې یې، د ځان لپاره الګو ټاکلي دي. د دې سروې پایلې ښيي چې د ۷۷.۹سلنه ځوانانو الګو د دوی له لوري او۵۴.۹سلنه بیا مشهورې او پېژندل شوې څېرې د ځان لپاره د الګو په توګه ټاکلي دي.
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي وایي چې د ا.ا له راتګ سره سم د دغه ولایت په مرکز پلعلم او لروپرتو ولسوالیو کې مخابراتي او انټرنېټې خدمات پراخه شوې دي.
د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د ټيټيپي ډلې «پاکستاني طالبانو تحریک» غړي افغانستان کې شتون لري.
ذبېحالله مجاهد وايي چې بهرنیو وګړو او ډلو ته اجازه نهورکوي چې افغانستان کې شتون ولري او له افغان خاورو د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت وکړي. په ملګروملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي مرستیال عثمان جاودن ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز د بدلېدو په حال کې دی.
د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا عمومي رياست مسولان وايي چې دا مهال د هېواد په ښوونځیو کې له دولسم فارغ، شاوخوا ۳۰زره ښوونکي تدریس کوي.
د ياد رياست په چوکاټ کې تازه ګومارل شوي کسان هم خوښ دي او وايي، ياد پروګرام به لرېپرتو سيمو کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پياوړتيا لپاره خورا اغېزمن تمام شي.
د کاپیسا په الهسای ولسوالي کې د کرېکټ ۱۲ اووره سیالیو په پایلوبه کې د عقابان الهسای لوبډلې «اتحاد چهارقوم الهسای» ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې، خپله کړه.
د کاپیسا د بدني روزنې او امر عنایتالله هلال نن دوشنبه، لړم ۱۴مه سلاموطندار ته وویل چې دغه ۱۲ اووره سیالي په الهسای ولسوالي کې پیل شوې وې چې ۲۰ ورځې یې، دوام وکړ.
غزه کې د اسراییلو د مرګونو بریدونو په لړ کې یوازې د تېرو ۴۸ ساعتونو پرمهال ۵۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له اکتوبر راهیسې تر دې مهاله غزه کې د اسراییلو د بریدونو له کبله ۱۶۷۰۰ ماشومان مړه شوي دي. چارواکي وايي، دغه مړینه د وژل شویو څه باندې ۴۳زره کسانو دریمه برخه جوړوي چې د روغتیايي چارواکو له لوري تایید شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون