د کابل پغمان کې اورلګېدنه؛ شپږ کسان مړه او نهه ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت اړوند پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي رییس نورالله انصار وايي چې د کابل پغمان ولسوالي اړوند حیدرخان سیمه کې د ګازو وېش شرکت کې د اورلګېدنې له امله شپږ کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د روانې اوونۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځ رامنځته شوې.

یو‌اېن‌‌ډي‌پي‌ درېوو کلونو کې له ۷۵زره افغان کسب‌ګرو ښځو ملاتړ کړی

د ملګروملتونو سازمان د پرمختیايي پروګرام «UNDP» مسوولان وايي، تېرو درېوو کلونو کې د دغه بنسټ له لوري د شاوخوا ۷۵ زره کسب‌ګرو ښځو ملاتړ شوی دی.

افغانستان کې د ملګروملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر سټیفن روډریګز سلام‌وطندار ته وویل، دغې ښځې د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، د خوراکي توکو تولید او پروسس او ځینو نورو برخو کې فعالیت لري.

د درېوو کلونو پرمهال ایران کې ۹۰ افغانان اعدام شوي

د ایران بشرحقونو سازمان له لوري په یوه راپور کې ویل شوي چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره ایران کې د افغانانو د اعدام بهیر چټکی شوی دی.

دغه سازمان همداراز ویلي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې لږترلږه ۴۹ افغانان ایران کې اعدام شوي چې یوازې ۱۳ هغه یې، د روان کال اکتوبر میاشت کې وو. په دغه راپور کې همداراز راغلي چې د تېرو درېوو کلونو پرمهال د ایران په زندانونو کې څه باندې ۹۰ افغانان اعدام شوي دي.

خوست کې وسلې او مهمات نیول شوي

د خوست امنيه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، يوه اندازه وسلې او مهمات نيولي دي.

د خوست امنيه قومنداني څخه نن یکشنبه، لړم ۱۳مه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د تېرې يوې مياشتې پرمهال دغه وسلې او مهمات ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو له لوري د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

له لبنان توغندیز برید کې یوولس اسراییلیان ټپیان شوي

له لبنان پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو پرمهال یوولس اسراییلیان ټپیان شوي دي. دغه کسان پر یوه کور د راکېت لګېدو له امله ژوبل شوي دي.

د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو اداره وايي چې دغه توغندی له لبنان توغولی شوی او د اسراییلو مرکزي سیمه کې پر یوه کور لګېدلی دی.

اندونیزیا د ګوګل او ای‌فون‌۱۶ موبایلونو پر پلور بندیز ولګاوه

اندونیزیا دغه هېواد کې د ګوګل الفابټ له لوري جوړ شوی «ګوګل پکسل ځیرک» ټيلیفونونو پلور باندې بندیز لګولی دی.
د اندونیزیا د قانون له مخې، هغه بهرني شرکتونه چې دغه هېواد کې خپل موبایلونه پلوري، باید د یاد هېواد ۴۰سلنه توکي یا پرزې په‌کې کارول شوي وي.